Skip to main content

تاسو په خپله خوښه په بیرته ستنیدو کي وړیا مرستې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د مجارستان د په خپله خوښه راستنیدنې، بیا میشتیدنې او معلوماتو پروګرام  (HVRRIP)لپاره د غوښتنلیک/ درخواست وړاندی کولو وړ/مستحق یاست که چیرې:

تاسو یو کډوال، پناه غوښتونکی یا یو داسی څوک یاست چې په مجارستان کې د پاتې کیدو اجازه لرئ او تاسو غواړئ په خپله خوښه خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ

تاسو په مجارستان کې په غیرقانوني/نا منظم توګه استوګن یاست

تاسو کور ته د تګ لپاره مالي امکانات نلرئ

تاسو له دی نه مخکی دIOM د کوم بل پروګرام له لاری خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو غوښتنه نه ده کړي

تاسو په مجارستان کې کوم جرم نه دی کړی، یعنی تاسو د مجارستان د جنايي قواعدو په اساس هیڅ ډول مجازات شوي نه یاست. 

هغه فکتورونه چې په پروګرام کې ستاسو ګډون نه محدودوي:

که تاسو د پیژندنې اسناد نلرئ

که تاسو بدرګه / طبي بدرګي ته اړتيا لرئ

په ستنیدلو کي د مرستي لپاره

که تاسو په توقيف ځایونو، د پناه غوښتوني مرکزونو یا د کډوالۍ کمپ کې یاست او تاسو غواړئ چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)  په مرسته په خپله خوښه ستانه شۍ نو تاسو باید لومړی په خپله خوښه د بیرته ستنیدو د درخواست د فورم غوښتنه وکړۍ چې د مجارستان د په خپله خوښه راستنیدنې، بیا میشتیدنې او معلوماتو پروګرام لپاره ده او هغه فورمه ډکه کړئ. د درخواست فورمه باید بشپړه شي او د توقیف یا استوګنځي مرکز کارمندانو ته وسپارل شي. د درخواست فورمه به د هنګري چارواکو – د بهرنیانو لپاره د پولیسو عمومي ریاست (NDGAP) دفتر ته - واستول شي.

د درخواست فورمه د ډاونلوډ کولو لپاره په دی ویب پاڼې کی شتون لري (د پاڼې لاندینې برخه وګورئ). ډاونلوډ شوي او بشپړه شوي درخواست فورمه کیدای شي IOM ته د فیکس له لارې په 2503-472-1-06 شمیري او یا هم د بریښنالیک له لاری په iombudapest@iom.int او یا هم پهiombudapestops@iom.int پته ولیږئ:

همدا راز تاسو کولای شئ دلته خپله د درخواست فورمه په آنلاین توګه ډکه او وړاندی کړئ!

که تاسو د مجارستان چارواکو ته د پناه غوښتنې درخواست وړاندې کړې خو په عین وخت کې تاسو خپل تصمیم بدل کړی او غواړئ خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ، نو تاسو به د پناه غوښتنې درخواست بیرته اخیستلو ته اړتیا لرئ.

د زیان منونکي راستنيدونکو او د مزمن طبي شرايط لرونکي راستنيدونکو سره د مرستې لپاره

د اروپا پارلمان او د 23 می 2007 د شورا د پریکړې نمبر /EC575/2007 د 5 مادې سره سم، IOM د زیان منونکو ستنیدونکو سره لکه کوچنیان، معلول ماشومان، معیوب خلک، زاړه خلک، امیندوارۍ میرمنې، يواځي والدین چې کوچني ماشومان لري، او هغه اشخاص چې د شکنجې، جنسي تیري یا نورو رواني، فزیکي یا جنسي تاوتریخوالو جدي ډولونو سره مخامخ شوي دي او هغه بیرته ستنیدونکو سره چی مزمن طبی شرایط ولري په خپل هیواد کي مرسته کوي. د بیا میشتیدنې مرستې د مشورې د پروګرام وړاندیزونه - د اړتیاوو د ارزونه پر بنسټ - د بیا یوځای کیدلو مشوره ورکول او د EUR 2700 د بیا یو ځای کیدلو مرسته چې له دې څخه ګټه اخیستونکي د بیا یوځای کیدلو د پلان مختلف فعالیتونه تمویل کولی شي.

زیانمنونکي ستنيدونکي او د اوږدمهاله طبي شرایطو لرونکي بیرته ستنیدونکي به د بهرنیانو لپاره د پولیسو عمومي ریاست (NDGAP) دفتر کارکوونکو او د پولیسو لخوا، د اړونده کمپ چېرته چې مهاجر هستوګن وي د کارمندانو او ډاکټر لخوا، د نورو سازمانونو کارمندانو لخوا او د IOM د کارمندانو لخوا د کمپ څخه د لیدنو په ترڅ کې پیژندل کیږي.

په هر یو زیانمنونکي قضیه به د پروژې ټولو شریکانو او په کمپ کی موجود نورو سازمانونو لخوا بحث وشي.

د بیا یوځای کیدنې مرستې غوښتنلیک/درخواست لپاره ګټه اخیستونکی باید د بیا یوځای کیدنې د مرستې فورمه بشپړه کړي. دا فورمه د راستانه شویو د بیا یو ځای کیدلو د نظریو او اړتیاو لومړني ارزونې وړاندې کوي.

د ګټه اخیستونکي لپاره د بیا یوځای کیدنې ملاتړ چمتو کولو پریکړه به د IOM بوداپست لخوا ترسره شي په کوم که به چی د زیانمننې ارزونې په اړه معلومات، د بیا یوځای کیدلو پلان امکانات او د پروژې ټاکل شوي بسپنو شتون په پام کې ونیول شي.

غوره شوي ګټه اخیستونکي - د IOM بواپست او په اصلي هیواد کې د IOM په مرسته - به د بیا یوځای کیدنې پلان سره یوځای شي کوم چي به په تفصیل سره د بیا یو ځای کیدنې ملاتړ څخه تمویل لپاره تر ټولو مهم اړتیاوې بیانوي.

دا مهمه ده چې د غوښتنلیک/درخواست فارم کي د اړیکو توضیحات په برخه کي ځانګړې پاملرنه وکړئ ځکه چي IOM به د غوښتنلیک/درخواست فارم د ارزولو نه وروسته ستاسو سره اړیکه نیسي.

د زیان منونکي راستنيدونکو او د د مزمن طبي شرایط لرونکو راستنيدونکو سره د بیا یو ځای کیدلو مرسته به په نقدي ډول نه کیږي. د بیا یو ځای کیدلو په پلان کې لست شوي ضروري خدمتونه او سامانونه به په مستقیم ډول په هیواد کې د IOM دفتر لخوا تمویل شي.

د بیا یوځای کیدلو مرسته ستاسو بیرته ستنیدو پوري تړاؤ نه لري. نو له دې امله، که ستاسو د بیا یو ځای کیدلو پلان رد شي، نو دا ردیدل به ستاسو د ستنیدو په سفر باندې اغیزه ونکړي.

ګټه اخیستونکي هم کولی شي د اصلي هیواد په کچه د IOM دفتر سره اړیکه ونیسي او د بیا یوځای کیدلو مشوري ترلاسه کولو لپاره او د بیرته میشتیدنی لپاره یو مناسب پلان جوړلو کې مرسته لاس ته راوړي. د مشورې په مرسته به ګټه اخیستونکي د روزنو، تجربو او سیمه ایز اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره د عوایدو د تولید غوره لاره ومومي.

د محدودو سرچینو له کبله، د بیا یوځای کیدنې مرستې یوازې د یو شمیر محدود غوښتونکو لپاره چمتو کیدای شي.

د بیا یوځای کیدلو په برخه کي د مرستي اندازه حد اکثرEUR  2700 ده.

IOM  ستاسو د بیرته ستنیدو تنظیم کولو لپاره د بهرنیانو لپاره د پولیسو عمومي ریاست (NDGAP) دفتر سره له نږدې کار کوي.

معمول سناریو په لاندې ډول ده:

رجوع کوونکي غوښتنلیک/ د درخواست فورمه ډکوي او تسلیموي يي

د غوښتنلیک فورمه د (NDGAP) لخوا پروسس کیږي

که د غوښتنلیک فورمه تصویب شي، د بوداپست IOM دفتر د عملیاتو ریاست څخه غوښتنه کیږي چي د بیرته ستنیدنې سفر تنظیم کړي

ستاسو د بیرته ستنیدو لپاره به مناسب اسناد، د پاسپورت او ترانسپورت ویزو په شمول (که اړتیا وي) د اصلي هیواد د سفارت/ قونسلګرۍ په مرسته چمتو کیږي

د الوتکې یو طرفه ټکټ اخیستل کیږي

ستاسو په اصلي هیواد کي د IOM دفتر ته ستاسو د متوقع رسیدلو په اړه خبر ورکول کیږي

که اړتیا وي نو یو بدرګه کوونکي ممکن تاسو سره وي (د مثال په توګه، که ستاسو عمر د 18 کلونو څخه لږ دي ستاسو روغتیایي ستونزه ولرئ)

ستاسو په اصلي هیواد کې د IOM دفتر ته ستاسو د رسیدلو په اړه خبر ورکول کیږی. که اړتیا وي، نو IOM بوداپست به ستاسو د وروستي منزل ته د رسیدلو لپاره د ترانسپورتي مرستې د برابرولو انتظامات وکړي.

د IOM کارکؤنکی به تاسو سره د سفر نه دمخه او د سفر په وخت کې په ترتیباتو کې مرسته وکړي. د سفر د پیل پرمهال د IOM د کارکؤنکو لخوا به د 50 یورو په مقدار کوچني نغدي تادیه ورکول کیږي.

تاسو کولای شئ چې ستاسو اصلي هیواد ته د رسیدلو وروسته بیرته د بیا یوځای کیدلو مرسته تر لاسه کړئ (که چیرې تاسو د دی مرستي لپاره غوښتنلیک/ درخواست ورکړي وي)