IOM ستاسو د بیرته ستنیدو تنظیم کولو لپاره د بهرنیانو لپاره د پولیسو عمومي ریاست (NDGAP) دفتر سره له نږدې کار کوي.

معمول سناریو په لاندې ډول ده:

  • رجوع کوونکي غوښتنلیک/ د درخواست فورمه ډکوي او تسلیموي يي
  • د غوښتنلیک فورمه د (NDGAP) لخوا پروسس کیږي
  • که د غوښتنلیک فورمه تصویب شي، د بوداپست IOM دفتر د عملیاتو ریاست څخه غوښتنه کیږي چي د بیرته ستنیدنې سفر تنظیم کړي
  • ستاسو د بیرته ستنیدو لپاره به مناسب اسناد، د پاسپورت او ترانسپورت ویزو په شمول (که اړتیا وي) د اصلي هیواد د سفارت/ قونسلګرۍ په مرسته چمتو کیږي
  • د الوتکې یو طرفه ټکټ اخیستل کیږي
  • ستاسو په اصلي هیواد کي د IOM دفتر ته ستاسو د متوقع رسیدلو په اړه خبر ورکول کیږي
  • که اړتیا وي نو یو بدرګه کوونکي ممکن تاسو سره وي (د مثال په توګه، که ستاسو عمر د 18 کلونو څخه لږ دي ستاسو روغتیایي ستونزه ولرئ)
  • ستاسو په اصلي هیواد کې د IOM دفتر ته ستاسو د رسیدلو په اړه خبر ورکول کیږی. که اړتیا وي، نو IOM بوداپست به ستاسو د وروستي منزل ته د رسیدلو لپاره د ترانسپورتي مرستې د برابرولو انتظامات وکړي.
  • د IOM کارکؤنکی به تاسو سره د سفر نه دمخه او د سفر په وخت کې په ترتیباتو کې مرسته وکړي. د سفر د پیل پرمهال د IOM د کارکؤنکو لخوا به د 30 یورو په مقدار کوچني نغدي تادیه ورکول کیږي.
  • تاسو کولای شئ چې ستاسو اصلي هیواد ته د رسیدلو وروسته بیرته د بیا یوځای کیدلو مرسته تر لاسه کړئ (که چیرې تاسو د دی مرستي لپاره غوښتنلیک/ درخواست ورکړي وي)