Skip to main content

د بیا یوځای کیدو جامع ملاتړ

ټول ګټه اخیستونکي کولی شي د بیا یوځای کیدو جامع ملاتړ لپاره غوښتنلیک وړاندی کړي د دی لپاره چې خپله سوداګري پیل کړي، سوداګرۍ کې شراکت وکړی، د دندې په جریان کې د خپل معاش اعانه وکړی، مسلکي روزنه وکړی او یا هم ژبه زده کړی.

IOM به تر 2700 یورو پورې د بیا یوځای کیدو جامع ملاتړ لپاره غوره شوي ګټه اخیستونکو ته وړاندی کړي چې د عاید تولید کونکي بیا یوځای کولو فعالیتونه پرمخ وړي. غوښتنلیکونه د IOM بوداپست کارمندانو لخوا ارزول کیږي او غوره کیږی.

د بیا یوځای کیدنې مرستې لپاره غوښتنه کولو لپاره تاسو باید د کډوالو لپاره د هنگري په مرستې د رضاکارانه راستنیدنی، د بیا یو ځای کیدنې او معلوماتو پروګرام ګټه اخیستونکي اوسئ.

1. د بیا یوځای کیدنې مرستې لپاره غوښتنلیکونه په www.volret.hu کې موندل کیدی شي، او یا هم د مهاجرینو په کمپونو کې د کارکوؤنکو/ ټولنیزو کارمندانو څخه د فورمی لاس ته راوړلی شي، یا هم د مهاجرینو د کمپ نه د IOM د کارکوؤنکی د لیدنې پر مهال له هغه څخه دا فورمه ترلاسه کولای شې.

2. د یوځای کیدنې هغه فعالیت غوره کړئ کوم چې تاسو غواړئ تعقیب یې کړئ او د پلان جزییات یې چمتو کړئ، له دی سره یوځای چې دا ډول نظریه به څنګه وکولای شي چې ستاسو په اصلي هیواد کې ستاسو په ټولنه کې بیا یوځای کیدلو ته لاره هواره کړي.

3. که اړتیا وي نو د IOM کارکوؤنکی به تاسو سره وویني چې ستاسو د بیا یوځای کیدو پلان په اړه مشوره درکړی او پلان چمتو کړي. د بیرته ستنیدو نه وروسته د مشورې لپاره په خپل هیواد کې د IOM ځایي دفتر سره اړیکه ونیسئ. تاسو د هرې غونډې نه وروسته او په هره مرحله کې خپله نظریه بدلولی شئ.

4. IOM بوداپست غوښتنلیکونه څیړي او یوازې هغه د بیا یوځای کیدلو پلانونه غوره کوي چې د ګټه اخیستونکي لپاره او د ټولنې لپاره دوامداره عاید تولیدونکي فعالیتونه وړاندې کوي.

5. که ستاسو د بیا یوځای کیدلو پلان د تمویل لپاره وټاکل شي، نو تاسو ته به ستاسو په خپل هیواد کې د IOM ځایي دفتر لخوا خبر درکړل شي، او ستاسو د پلان د پلي کولو لپاره به نور چمتووالی پیل شي.