په 1991 کال کې مجارستان د IOM غړیتوب ترلاسه کړ او یو کال وروسته، دی سازمان خپل دفتر په بوداپست کې پرانیست. د IOM او د مجارستان حکومت (7 اپریل 1992) ترمنځ د هوکړه لیک لاسلیک کولو راهیسې، د IOM ماموریت ډیپلوماتیک دریځ لري. د 1990 لسیزې په اوږدو کې IOM د مخدره توکو، کډوالۍ او روغتیا، د خپلې خوښې راستنېدنې او په ترانزیت کې کډوالو سره مرسته کړې او په مجارستان کې د کډوالۍ د مسایلو په اړه د عامه معلوماتو کمپاینونه يي پرمخ بيولي.

په مجارستان کې د IOM دفتر د مجارستان حکومت د ظرفیت د لوړولو لپاره د روزنې له لاری د سیمه ایزو او نړیوالو تبادلو پروګرامونو، کنفرانسونو او څیړنیزو پروژو تنظیمولو او د کډوالۍ مسایلو د اداره کولو لپاره فعاله ونډه اخیستې. IOM بوداپست د یو شمیر اړوندو غیر دولتي موسسو سره همکاري کوي چې په مجارستان کې د کډوالو او د قاچاق قربانیانو سره مرسته کوي.

د 2000 کال د نومبر او د 2011 کال تر جولاي په جریان کې د IOM بوداپست دفتر د "سیمه ییزو دندو ماموریت" په توګه کار کاوه چې د مرکزي اروپا په سیمه کې د IOM ماموریتونو لپاره يي مستقیمه ملاتړ، څارنه او مرسته برابروله.

د 2011 کال د جولای راهیسې، IOM بوداپست د مجارستان لپاره د هیواد په کچه ماموریت دی. د IOM بوداپست دفتر د مالي، ادارې او بشري سرچینو، د پروژې پراختیا او د تطبیق څانګه او عملیاتي څانګې لري.

د نورو معلوماتو لپاره ، مهرباني وکړئ www.iom.hu وګورئ!