په ستنیدلو کي د مرستي لپاره
که تاسو په توقيف ځایونو، د پناه غوښتوني مرکزونو یا د کډوالۍ کمپ کې یاست او تاسو غواړئ چې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)  په مرسته په خپله خوښه ستانه شۍ نو تاسو باید لومړی په خپله خوښه د بیرته ستنیدو د درخواست د فورم غوښتنه وکړۍ چې د مجارستان د په خپله خوښه راستنیدنې، بیا میشتیدنې او معلوماتو پروګرام لپاره ده او هغه فورمه ډکه کړئ. د درخواست فورمه باید بشپړه شي او د توقیف یا استوګنځي مرکز کارمندانو ته وسپارل شي. د درخواست فورمه به د هنګري چارواکو – د بهرنیانو لپاره د پولیسو عمومي ریاست (NDGAP) دفتر ته - واستول شي.

د درخواست فورمه د ډاونلوډ کولو لپاره په دی ویب پاڼې کی شتون لري (د پاڼې لاندینې برخه وګورئ). ډاونلوډ شوي او بشپړه شوي درخواست فورمه کیدای شي IOM ته د فیکس له لارې په 2503-472-1-06 شمیري او یا هم د بریښنالیک له لاری په این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید او یا هم پهاین آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید پته ولیږئ:

همدا راز تاسو کولای شئ دلته خپله د درخواست فورمه په آنلاین توګه ډکه او وړاندی کړئ!

که تاسو د مجارستان چارواکو ته د پناه غوښتنې درخواست وړاندې کړې خو په عین وخت کې تاسو خپل تصمیم بدل کړی او غواړئ خپل هیواد ته بیرته ستانه شئ، نو تاسو به د پناه غوښتنې درخواست بیرته اخیستلو ته اړتیا لرئ.

د زیان منونکي راستنيدونکو او د مزمن طبي شرايط لرونکي راستنيدونکو سره د مرستې لپاره

د اروپا پارلمان او د 23 می 2007 د شورا د پریکړې نمبر /EC575/2007 د 5 مادې سره سم، IOM د زیان منونکو ستنیدونکو سره لکه کوچنیان، معلول ماشومان، معیوب خلک، زاړه خلک، امیندوارۍ میرمنې، يواځي والدین چې کوچني ماشومان لري، او هغه اشخاص چې د شکنجې، جنسي تیري یا نورو رواني، فزیکي یا جنسي تاوتریخوالو جدي ډولونو سره مخامخ شوي دي او هغه بیرته ستنیدونکو سره چی مزمن طبی شرایط ولري په خپل هیواد کي مرسته کوي. د بیا میشتیدنې مرستې د مشورې د پروګرام وړاندیزونه - د اړتیاوو د ارزونه پر بنسټ - د بیا یوځای کیدلو مشوره ورکول او د EUR 2700 د بیا یو ځای کیدلو مرسته چې له دې څخه ګټه اخیستونکي د بیا یوځای کیدلو د پلان مختلف فعالیتونه تمویل کولی شي.

زیانمنونکي ستنيدونکي او د اوږدمهاله طبي شرایطو لرونکي بیرته ستنیدونکي به د بهرنیانو لپاره د پولیسو عمومي ریاست (NDGAP) دفتر کارکوونکو او د پولیسو لخوا، د اړونده کمپ چېرته چې مهاجر هستوګن وي د کارمندانو او ډاکټر لخوا، د نورو سازمانونو کارمندانو لخوا او د IOM د کارمندانو لخوا د کمپ څخه د لیدنو په ترڅ کې پیژندل کیږي.

په هر یو زیانمنونکي قضیه به د پروژې ټولو شریکانو او په کمپ کی موجود نورو سازمانونو لخوا بحث وشي.

د بیا یوځای کیدنې مرستې غوښتنلیک/درخواست لپاره ګټه اخیستونکی باید د بیا یوځای کیدنې د مرستې فورمه بشپړه کړي. دا فورمه د راستانه شویو د بیا یو ځای کیدلو د نظریو او اړتیاو لومړني ارزونې وړاندې کوي.

د ګټه اخیستونکي لپاره د بیا یوځای کیدنې ملاتړ چمتو کولو پریکړه به د IOM بوداپست لخوا ترسره شي په کوم که به چی د زیانمننې ارزونې په اړه معلومات، د بیا یوځای کیدلو پلان امکانات او د پروژې ټاکل شوي بسپنو شتون په پام کې ونیول شي.

غوره شوي ګټه اخیستونکي - د IOM بواپست او په اصلي هیواد کې د IOM په مرسته - به د بیا یوځای کیدنې پلان سره یوځای شي کوم چي به په تفصیل سره د بیا یو ځای کیدنې ملاتړ څخه تمویل لپاره تر ټولو مهم اړتیاوې بیانوي.

دا مهمه ده چې د غوښتنلیک/درخواست فارم کي د اړیکو توضیحات په برخه کي ځانګړې پاملرنه وکړئ ځکه چي IOM به د غوښتنلیک/درخواست فارم د ارزولو نه وروسته ستاسو سره اړیکه نیسي.

د زیان منونکي راستنيدونکو او د د مزمن طبي شرایط لرونکو راستنيدونکو سره د بیا یو ځای کیدلو مرسته به په نقدي ډول نه کیږي. د بیا یو ځای کیدلو په پلان کې لست شوي ضروري خدمتونه او سامانونه به په مستقیم ډول په هیواد کې د IOM دفتر لخوا تمویل شي.

د بیا یوځای کیدلو مرسته ستاسو بیرته ستنیدو پوري تړاؤ نه لري. نو له دې امله، که ستاسو د بیا یو ځای کیدلو پلان رد شي، نو دا ردیدل به ستاسو د ستنیدو په سفر باندې اغیزه ونکړي.

ګټه اخیستونکي هم کولی شي د اصلي هیواد په کچه د IOM دفتر سره اړیکه ونیسي او د بیا یوځای کیدلو مشوري ترلاسه کولو لپاره او د بیرته میشتیدنی لپاره یو مناسب پلان جوړلو کې مرسته لاس ته راوړي. د مشورې په مرسته به ګټه اخیستونکي د روزنو، تجربو او سیمه ایز اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره د عوایدو د تولید غوره لاره ومومي.

د محدودو سرچینو له کبله، د بیا یوځای کیدنې مرستې یوازې د یو شمیر محدود غوښتونکو لپاره چمتو کیدای شي.

د بیا یوځای کیدلو په برخه کي د مرستي اندازه حد اکثرEUR  2700 ده.