دا بهیر څومره وخت نیسي؟

څوک د مرستې رضاکارانه پروګرام (HVRRIP) لپاره درخواست کولی شي؟

زه ولې د IOM د مرستې غوښتنه وکړم؟

IOM باید ما کوم هیواد ته یوسي؟

که زه پاسپورټ یا نور اسناد ونلرم، ایا کولی شم د HVRRIP پروګرام لپاره غوښتنلیک وړاندی کړم؟

ایا زه کولی شم چې د بیرته ستنیدو مرسته بیرته یو ځل بیا وکاروم؟

ولې په خپله خوښه ستنیدنه د ډیپورټ کیدلو څخه غوره ده؟

IOM ما ته د کوم ډول مالي مرستو وړاندیز کوي؟

د بیا یوځای کیدو جامع مرستې څه شی دی؟

ایا زه د بیا یوځای کیدو د مرستې لپاره وړ یم؟

ایا د غوښتنلیک د وړاندی کولو لپاره وروستۍ نیټه شتون لري؟


 

دا بهیر څومره وخت نیسي؟

د هویت د تثبیت پروسه چې د مجارستان د بهرنیانو لپاره د پولیسو عمومي ریاست (NDGAP) دفتر لخوا ترسره کیږي کیدای شي تر یوې میاشتې پورې دوام وکړي. د IOM بوډاپست عملیاتي څانګه ستاسو سفر د دې پروسې د بشپړیدلو او د غوښتنلیک فارم د رسیدلو او د مجارستان د چارواکو لخوا د تایید نه وروسته تنظیموي. د کړنلارې ټوله موده د انفرادي قضیې او د عواملو پورې اړه لري لکه د NDGAP لخوا تصویب، د سفر د اسنادونو صادرول، د الوتنو شتون، او د ستنیدونکي ځانګړي اړتیاوې.

 

څوک د مرستې رضاکارانه پروګرام (HVRRIP) لپاره درخواست کولی شي؟

  • پناه غوښتونکي
  • کډوال
  • د فرعي خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکي
  • د لنډمهاله ساتنې څخه ګټه اخیستونکي
  • داروپایی اتحادیې تابعیت نه لرونکي، څوک چي په مجارستان کې په غیر قانوني یا غیر منظم توګه ژوند کوی

 

زه ولې د IOM د مرستې غوښتنه وکړم؟

IOM یو مسلکي موسسه ده چې د کډوالو سره د مرستې لپاره کار کوي ترڅو هغوي په خونديتوب سره او په منظم او با وقار ډول بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. د IOM د مرستې سره بیرته ستنیدل د بیرته راستنیدو لپاره انساني بدیل دی او ډیری وختونه د مهاجرینو د چټک وضعیت لپاره یوازینۍ حل دی. AVR کیدای شي د مهاجرینو او کوربه هیواد او هیواد لپاره هم ګټور وي. سفر په وړیا ډول دی - IOM ټول د سفر لګښتونه پوښلي او ممکن د اړتیا په صورت کې د بدرګه لپاره هم ترتیب ونیسي. برسېره پردې، ستاسو تر ټولو زیان منونکي قضیې د بیا یوځای کیدو مرستې لپاره درخواست وړاندي کولاي شئ.

 

IOM باید ما کوم هیواد ته یوسي؟

IOM ستاسو اصلي هیواد ته کوم چې ستاسو په پاسپورټ کې ټاکل شوی ستاسو سفر تنظیموي.

 

که زه پاسپورټ یا نور اسناد ونلرم، ایا کولی شم د HVRRIP پروګرام لپاره غوښتنلیک وړاندی کړم؟

هو، تاسو کولی شئ درخواست وکړئ، مګر په دې حالت کې بهیر لږ اوږد وخت نیسي ځکه چې ستاسو د راستنیدلو څخه وړاندې مناسبه سفر اسناد باید له ټاکل شويو سفارتونو څخه ترلاسه شي.

 

ایا زه کولی شم چې د بیرته ستنیدو مرسته بیرته یو ځل بیا وکاروم؟

نه، د دې پروګرام په چوکاټ کې تاسو یواځې یو ځل کولی شئ بېرته خپل هیواد ته ستانه شئ.

 

ولې په خپله خوښه ستنیدنه د ډیپورټ کیدلو څخه غوره ده؟

  • تاسو په وړیا توګه سفر کوئ او په خونديتوب، درناوی او منظم ترتیب سره.
  • د ډیر چټک او مرسته شوې ترانزیت تضمین که تاسو د سفر په اوږدو کې الوتنې بدلولو ته اړتیا ولرئ.
  • تاسو د بیا یوځای کیدنې مرستې لپاره غوښتنلیک/ درخواست وړاندی کولو مستحق یاست.

 

IOM ما ته د کوم ډول مالي مرستو وړاندیز کوي؟

IOM مهاجرینو ته د سفر نه مخکي هیڅ ډول مالي ملاتړ نه وړاندې کوي. زیانمنونکي راستنيدونکي او راستنيدونکي د مزمن طبي شرایطو سره د بیا یوځای کیدنې مرستې لپاره غوښتنلیک/ درخواست وړاندي کولاي شي. که چیرې د بیرته راستنیدونکي د بیا یوځای کیدنې پلان تصویب شي، نو هغه به د بیا یوځای کیدنې مرستې په توګه 700 یورو مرسته ترلاسه کړي.

تاسو کولی شئ د IOM د بیا یوځای کیدو جامع مرستې لپاره غوښتنه وکړئ ترڅو د لا نورو ملاتړ لپاره وړ شئ. (د نورو جزیاتو لپاره ضمیمه شوي معلوماتی توکي وګورئ.)

 

د بیا یوځای کیدو جامع مرستې څه شی دی؟

دا پروګرام په پام کې لري ترڅو د حد اکثر 2500 یورو د بیا د بیا یوځای کیدو جامع مرستې وړاندیز وکړي. ګټه اخیستونکي باید لاندینې شرایط پوره کړي:

  1. ګټه اخیستونکي اړتیا لري چې د بیا یوځای کیدو مشورو کې برخه واخلي. دا به د دوی روزنه او تجربه او همدارنګه ځایی اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره ګټه اخیستونکو سره مرسته وکړي چې په خپل اصلي هیواد کې د عاید د تولید لپاره غوره انتخاب ومومي.
  2. ګټه اخیستونکي اړتیا لري چې د بیا یوځای کیدو مفصله پلان چمتو کړی او وسپاري. د بیا یوځای کیدو پلان کې باید د عاید د تولید لپاره ترسره کیدونکی فعالیت شامل وي کوم چې به د غوښتونکي لخوا تعقیب کیږی. غوښتونکی کولی شي د ډیرو انتخابونو له مینځه وټاکي لکه د سوداګرۍ پیل، په سوداګرۍ شراکت، د معاش اعانه، د دندې پر مهال روزنه او حرفوي او یا هم د ژبې روزنه. دا امکان لري چې له یو څخه ډیر عاید تولیدونکي فعالیت هم غوره کړئ.

 

ایا زه د بیا یوځای کیدو د مرستې لپاره وړ یم؟

د IOM د نړۍ والې شبکې په کارولو سره، IOM د دریم هیواد تابعیت لرونکی غیر منظم مهاجرینو ته مرسته چمتو کوي کوم چې په خپله خوښه له هنګري څخه خپل اصلي هیواد ته راستنیږي. IOM هڅه کوي هغه کسانو ته د داوطلبانه راستنیدو او په ټولنه کې له سره یوځای کیدلو پلانونه چمتو کړي چې په ټولنه کې دوامداره د بیا یوځای کیدو کې برخه اخلي. په راستنیدونکي هیواد کې IOM د خپلو نورو پروژوې خدماتو نه په ګټه اخیستلو سره او د نږدې اړیکو ساتلو په نتیجه کې د کوربه هیواد څخه اصلي هیواد ته په لیږد ملاتړ کوي. پداسې حال کې چې د بیا یوځای کیدنې ملاتړ په عمړمی توګه یو معتبره معیاري کړنلاره تعقیبوي، انعطاف پذیری د وړاندی کړل شوي مرستې یو مهم اړخ دی. په عمومی توګه د بیا یوځای کیدو مرستې کې لاندینې ټکي شاملی دی:

  • اصلي هیواد ته د رسیدول پر مهال مرسته.
  • د بیا یوځای کیدنې پلان چې پکښی د کوچني سوداګرۍ له لاری د عاید تولید، حرفوي زده کړې، ښوونې او روزنې یا داسې نور ملاتړ ډولونه شامل دی کوم چې په د بیا یوځای کیدو کې اسانتیاوی برابروی.
  • تعقیبی څارنه او ملاتړ.

تاسو کولی شئ چې دا بسته د نورو ترڅنګ د کوچني سوداګرۍ پلان کولو او حرفوي پراختیا لپاره د محدودی مالي مرستې سره وکاروئ.

 

ایا د غوښتنلیک د وړاندی کولو لپاره وروستۍ نیټه شتون لري؟

غوښتونکي باید خپل د بیا یوځای کیدو پلانونه د 2020 کال د می د میاشتی تر 31 مې نیټی پورې وسپاري.