جغرافیایی پوښښ: هنګري او بیلابیل هیوادونه

موده: 01 سپتمبر 2018 - 30 جون 2020 (22 میاشتې)

تمویل کونکی: AMIF (ملي تخصیص)

وضعیت: د اجرآ په حال کې

لنډیز: IOM په هنګري کې په 1993 کې فعالیت پیل کړ او داوطلبي بیرته راستنیدو لومړۍ پروژه وه چې په لاره اچول شوې وه. تر دې نیټې ، IOM بوداپست له 8،000 ډیر راستنیدونکو سره مرسته کړې. اوسنۍ پروژه د هنګري د کډوالۍ او ادغام فنډ (AMIF) د ملي تخصیص پلي کولو لپاره چمتو شوي د هنګري د کاري سند (2017-18) 3.2.1 فعالیت ته ځواب وايي، او په پروژه کې د بهرنیانو لپاره د پولیسو عمومي ریاست (NDGAP) دفتر سره په همکارۍ کې، د ملي پولیسو مرکزي دفتر (ORFK) او د بوداپست د ماشومانو د خوندیتوب دفتر (BFKH)، او نور غیر دولتي سازمانونه چې د مهاجرینو سره مرسته کوي، فعالیت کوي.

د پروګرام موخی: 1) د نوي ټاکل شوي ویب پاڼی (www.volret.hu) او د وړیا د ټیلیفون شمیری (06 80 20 50 18) له لارې او سربیره پردې، د مشورتي ناستو په چوکاټ احتمالي ګټه اخیستونکو ته د داوطلبانه راستنیدنې او بیرته راستنیدو مرستې په اړه تازه، په اسانۍ د لاسرسي وړ او باوري معلومات چمتو کول دي. 2) تر 88 پورې ګټه اخیستونکو ته د داوطلبه او منظمه بیرته ستنیدلو اسانتیا برابرول، 3) تر شپږو زیان منونکی بیرته راستنیدونکو سره چی اوږد مهاله طبي شرایط لرونکی دی د بیا یوځای کیدو پرمهال د هغوی په اصلی هیواد کې مرسته کول، 4) د خپلو اصلي هیوادونو ته د بیرته راستنیدونکو لپاره د جامع بیا ادغام ملاتړ چمتو کول ترڅو د هغوی دعاید د تولید فعالیتونو کې هغوی سره مرسته وشی، 5) د څلورو (اضافی) ګټه اخیستونکو سره د بیا یوځای کولو او جامع بیا ادغام کې مرسته، او 6) د خدماتو په اړه د ګټه اخیستونکو نظریات راټولول او د هغوی تحلیل.

دا پروګرام څلور برخې لري: 1) د معلوماتو برخه احتمالي ګټه اخیستونکو ته د رسېدو لپاره د اړیکو بیلابیلي وسیلي کاروي، او همدارنګه د ډیری استوګنې مرکزونو کاروکؤنکو ته د پروګرام د فعالیتونو اړوند معلومات وړاندی کول؛ 2) د بیرته ستنېدلو برخه به د 88 ګټه اخیستونکو سره په خپله خوښه د راستنیدنې له لاری مرسته کول، هغوی ته سفر نه مخکې د 30 یورو په مقدار نغدي  پیسی ورکول تر سو اصلی هیواد ته د رسیدلو نه وروسته د سفر په ادامه کې ورسره مرسته وشی، د سفری اسنادونو ترلاسه کول، د سفر لپاره مناسب طبی معایني تنظیمول، د بدرګی برابرول (که  ورته اړتیا وي)، د سفر ټکټونه او د سفر د بیمی چمتو کول  د تګ، ترانزیت او د رسیدنې مرستې، او نور). 3) د بیا یوځای کیدنې برخه دوه برخی لری؛ (a برخه کې کوښښ کوی چې تر شپږو زیان منونکی بیرته راستنیدونکو سره چی اوږد مهاله طبي شرایط لرونکی دی د بیا یوځای کیدو پرمهال د هغوی په اصلی هیواد کې مرسته وکړی د اړتیاو د ارزونې پراساس - د بیا یوځای کیدو مشورې او بیا یوځای کیدنې وړیا مرستې له مخې چې ګټه اخیستونکی بیا وکولای شي چی د بیا یوځای کیدو دمخه ټاکل شوي پلان مختلف فعالیتونه تمویل کړی؛ او (b د بیرته راستنیدونکو لپاره د بیا یوځای کیدو ساحه پراخه کړئ او شپږو ګټه اخیستونکو ته د بیا یوځای کیدو د وړیا مرستو وړاندیز کولو له لارې په اصلي هیواد کې د عاید تولید فعالیتونو کې مستقیم یا غیر مستقیم مشغولیت اسانوي ترڅو لاندې ذکر شوی څلور د یوځای کیدنې طرحو څخه ټاکل شوی طرحه عملی شي:

  • د سوداګرۍ پیل

ګټه اخیستونکی کولی شي پریکړه وکړي چې د بیا یوځای کولو وړیا مرستې د سوداګرۍ پلان په سپارلو سره خپل سوداګري پیل کړي

  • د سوداګرۍ مشارکت

ګټه اخیستونکی کولی شي د بیا یوځای کیدو وړیا مرستې د یو موجود شرکت کې د شراکت لپاره وکاروي.

  • د معاش اعانه

ګټه اخیستونکی کولی شي د بیا یوځای کولو له مرستې څخه ګټه واخلي تر څو د هغه معاش ورته ورکړل شي پداسې حال کې چې په موجود او فعاله شرکت کې د کارمند په توګه کار کوي. له غوښتونکي څخه تمه کیږي چی په وړاندیز شوي دندې کې د هغه/ هغې د کاري تجربې او روزنې تړاو بیان کړي.

  • مسلکي روزنه ، د ژبې روزنه

بیرته راستنیدونکي کولی شي د زده کړې پلان په وړاندې کولو سره د بیا یوځای کیدو وړیا مرستې لپاره غوښتنه وکړي. دا باید په څرګنده توګه وښودل شي چې چې دا روزنه به راستنیدونکی د کار موندلو وړتیا ته وده ورکړي او په پایله کې به عاید تولید کړي.

 

څلور اضافي زیان منونکي راستنیدونکي او هغه بیرته راستنیدونکي چې د اوږد مهاله طبي شرایطو لرونکي دی دواړه د بیا یوځای کیدنی او جامع بیا ادغام مرسته ترلاسه کولائ شی. (4 د ارزونې برخه به د هغه ګټه اخیستونکو نه چې بیرته خپل اصلي هیواد ته راستانه شوي د رسیدلو وروسته به پوښتنلیکونه وپوښتی، په ځانګړې توګه به په هغو کسانو باندې تمرکز وکړي چې د بیا یوځای کېدنې برخې څخه ګټه اخلي. ځوابونه به تحلیل شي او په سپارښتنو به بدل شي او د سپارښتنو پر بنسټ به د دی پروګرام د نور هم ښه کولو هڅه وشي.

خدمات په وړیا شمیره (0680205018) او په انګلیسي ، جرمني ، هسپانوي ، اردو ، روسی ، پښتو ، هنګري ، فارسي او دري ژبو شتون لري.

اړیکې:

د IOM بوداپست د عملیاتو برخه

د ټیلیفون شمیره: 3614722505+ یا 3614722500+

ځانګړې شمیره: 0680205018

بریښنالیک: این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

ویب پاڼه: www.volret.hu

خبرونه

2019/31/05- د بیا یوځای کیدنې د بریا کیسه