IOM په 1951 کې تاسیس شوی، د کډوالۍ په برخه کې مخکښه بین المللی اداره ده او د حکومتي، دولتي او غیر دولتي شریکانو سره له نږدې کار کوي. د 173 غړو هیوادونو سره، د 8 څخه زیات هیوادونو کې د نظارت کوؤنکي په حیث شتون او په 100 هیوادونو کي دفترونه لري. IOM د انساني او منظم کډوالۍ امر ته د ټولو د ګټې لپاره وقف شوی دی. دا کار د حکومت او کډوالو لپاره د خدماتو او مشورې ورکولو له لارې ترسره کوي.

IOM د کډوالۍ د منظم او انساني اداره کولو په برخه کې د مرستې لپاره کار کوي، د کډوالۍ په مسایلو کې نړیوالې همکارۍ ته وده ورکوي ترڅو د کډوالۍ ستونزې ته عملي حل کې لټون او د کډوالو او داخلي بیځایه شوو خلکو په ګډون د کډوالۍ لپاره د بشري مرستو چمتو کولو کې مرسته وکړي.

د IOM اساسي قانون د کډوالۍ او اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري پرمختیا، او همدارنګه د حرکت د ازادۍ حق تر مینځ اړیکې پیژني.

IOM د کډوالۍ د مدیریت په څلورو پراخه ساحو کې کار کوي: a) کډوالۍ او پراختیا b) د کډوالۍ اسانتیا برابرول c) د کډوالۍ تنظیمول او d) جبري کډوالۍ.

د IOM فعالیتونو بیلګه چې په پورته ذکر شویو ساحو کې شوي دی: د نړیوال مهاجرت قانون، د پالیسي بحثونه او د لارښود وده، د کډوالو د حقونو ساتنه، د کډوالو روغتیا او په کډوالۍ کي د جندر اړخ.

د IOM عمومي رییس د پرتګال سفیر انتونیو ویترینو دی، څوک چې د 2018 د جون په 29 نیټه د عمومي رییس په توګه وټاکل شو.

د نورو معلوماتو لپاره ، مهرباني وکړئ د IOM ویب پاڼه www.iom.int او د IOM هنګري هیواد دفتر ویب پاڼه www.iom.hu وګورئ.